د امريکايي سناتورانو غوښتنه
امریکایي سناتورانو يو ځل بيا له افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو ټينګار کړی دی.
امریکايي سناتورانو په یوه استعماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال پر دې ټینګار کړی چې باید افغانستان ته بشردوستانه مرستې ورسېږي.
امریکايي سناتور کریس مورفي ویلي افغانان له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي او دا د ټولو نړۍ والو اخلاقي مسوولیت دی چې هلته بشردوستانه مرستې ورسوي.
نوموړی زياتوي نړۍ وال باید هوښیارانه ګامونه پورته کړي چې بشردوستانه مرستې د طالب حکومت کسانو ته نه بلکې رښتينو مستحقو افغانانو ته ووېشل شي.
سناتورې جین شاهین هم ویلي چې باید افغانستان ته بشردوستانه مرستې ورسول شي څو د میلیونونه کسانو ژوند وژغورل شي.
د نوموړې په وينا افغانانو ته بايد بشري مرستې چمتو شي څو نړۍ وال دا ډاډ تر لاسه کړي چې په افغانستان کې څوک د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره نه دي مخ.پنج