د امريکا کانګريس د دغه دفاعي بوديجه تصويب کړه

د امریکا کانګریس د رایو په اکثریت د دغه هېواد دفاعي بودیجه تصویب کړه.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې کانګریس د امریکا ۷۶۸ میلیارد ډالري دفاعي بودیجې ته تر ډېرو ناندریو وروسته رایه ورکړې ده.

سره له دې چې د بودیجې د تصویب په هکله پراخې ناندرۍ روانې وې او وکیلانو خپلې غوښتنې او سپارښتنې لرلې خو دغه بودیجه د ۸۶ مثبتو رایو په اخیستو تائید شوې او د بایډن لاسلیک ته استول شوې ده.

په دې بودیجه کې د پوځ د مهارتونو لوړول، د لګښتونو پوره کول، د پوځي تجهیزاتو پرمختیا، شفافیت رامنځ ته کول او د پوځ منظمول شامل دي.

امریکا د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو لوړه دفاعي بودیجه لري او په کانګریس کې وخت ناوخت د یادې بودیجې پر سر ناندرۍ روانې وي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د امريکا دفاعي بوديجه د کانګريس له لوري څو ځل رد شوې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button