د امريکا د بهرنيو چارو وزير تازه څرګندونې

امریکا یو ځل بیا د افغانستان له نوي حکومت د سیاستونو د بدلون غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال ویلي چې د سیاستونو له بدلون پرته د افغانستان نوي حکومت په رسمیت پېژندل ممکن نه دي.

بلینکن ویلي چې که په افغانستان کې طالبان د خپل حکومت په رسمیت پېژندل غواړي نو تر هر څه وړاندې دې خپل سیاستونه بدل کړي.

د نوموړي په وينا دوی دې بشري حقونو ته درناوی وکړي، خلکو ته دې د غږ پورته کولو وخت ورکړي او نور دې له غچ اخیستلو تېر شي.

بلیکن یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مرستندویه بنسټونو او هېوادونو په لاره کې هېڅ راز خنډ نشته دی او دوی کولی شي په ازاده توګه په افغانستان کې بشردوستانه مرستې وړاندې کړي او اړمنو ته يې ورسوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button