د الکساندر تازه څرګندونې

کریس الکساندر وايي نړۍ وال دې له افغانستان څخه د پاکستان د مداخلې مخه ونيسي.

په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر او د پاکستان د سیاست کلک منتقد کریس الکساندر یو ځل بیا ویلي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي.

نوموړي تازه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې که چېرې نړۍ غواړي چې سیمه او افغانان په ارامه شي نو باید په دغه هېواد کې د پاکستان د ناکامې ستراتیژۍ مخه ونیسي او د دغه هېواد له چارو د اسلام اباد د مداخلې لاسونه پرې شي.

دی ټینګار کوي چې نړۍ وال باید په افغانستان کې د لوږې او ظلم پای ته رسېدو لپاره ژر تر ژره عملي اقدامات وکړي.

هغه همداراز لیکلي چې شپږ میاشتې وړاندې امریکا او د ناټو غړو ملګرو يې افغانستان خلک يې يوازې پرېښودل.پنج

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button