د افغانستان په سوداګريزو چارو بنديزونه لرې شول

د امريکا مالیې وزارت په افغانستان کې د سوداګريزو او مالي چارو اسانتیا په خاطر نوی جواز صادر کړ.

‏‎د امریکا ماليې وزارت د افغانستان په هکله خپل شلم نمبر عمومي جواز صادر کړ، چې پر اساس يې پر اساس پر ټولو سوداګريزو چارو کې هر ډول بندیزونه نور لرې شوي دي.

دغه راز په هر ډول سوداګریز فعالیت باندې بندیز نشته او خصوصي بانکونه کولای شي د پخوا په څېر نړۍ والو بانکونو سره خپلو راکړه ورکړې ته دوام ورکړي.

د ياد وزارت مالیې مرستیال والي ادیمو ويلي، چې زمونږ‌ دغه کړنه دا ښیي چې په افغانستان کې روان اقتصادي بحران ته په کتو سره هغو اندېښنو ته پام وکړو چې بندیزونه یې د سوداګريزو او مالي فعالیتونو پر وړاندې رامنځته کوي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د امریکا د مالیې د وزارت له خوا صادر شوی جواز په افغانستان کې د پراخو سوداګريزو فعالیتونو ته اسانتیا برابروي چې ګټه به یې د افغانستان عامو خلکو ته ورسېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه جواز کې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه نور لرې شوي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button