د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته تللی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي اسلام اباد ته تللی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه پاکستان ته سفر کړی.

د طالبانو واک ته رسېدو وروسته دا دويم ځل دی چې د افغانستان بهرنيو چارو وزير پاکستان ته سفر کوي.

د طالب حکومت بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې مولوي متقي له پاکستاني چارواکو سره د اقتصادي همکاریو په اړه غږېدلی و او په خبره یې هغوی ته يې ډاډ ورکړی، چې هېڅ یوې وسله والې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د پاکستان په ګډون د کوم بهرني هېواد پر خلاف د افغانستان خاوره وکاروي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button