د افغانستان او بشري ناورين ترمنځ يو ګام فاصله پاتې

د افغانستان او بشري ناورين ترمنځ يو ګام فاصله پاتې ده. د خوړو نړۍ وال پروګرام ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او خوړو ته اړتيا لري.
د سرچینې په خبره دوی په افغانستان کې د خپلو مرستو اقدامات ډېر کړي دي، خو بیا هم که نړۍ وال مرستندویه بنسټونه پر وخت مرستې او اقدامات ونه کړي نو افغانستان به له يو لوی بشري ناورین سره مخامخ شي.
د خوړو نړۍ وال پروګرام په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښوودلې ده او ويلي يې دي، همدا اوس په دغه هېواد کې له هرو لسو وګړو څخه اته کسه يې پوره خواړه نه لري.
يادې سرچینې همداراز ويلي که دا وضعیت همداسې دوام وکړي نو امکان لري روان ژمی شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ګڼو نورو نړۍ والو بنسټونو هم په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته د بشري ناورين خبرداری ورکړی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button