د افغان ښوونځیو په هکله د انتونیو ګوتريش غبرګون

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د ښوونځیو په هکله د طالب سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړې خواشینونکې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش په يوې تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دوی د طالب سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړې ډېر خواشيني کړي دي.

نوموړی وايي چې طالب سرپرست حکومت ورسره دا ژمنه کړې وه، څو ټول ښوونځي به پرانيزي، خو وايي دوی خپله ژمنه ماته کړه او په وينا يې د نجونو ښوونځیو تړل کېدو پرېکړه د افغانستان لپاره ډېره ضرري او ناهيلي کوونکې ده.

ګوتريش زياتوي چې طالبان په دې پرېکړې سره نه يوازې د زده کړو او تحصيل حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان راتلونکي ته خطرونه رامنځته کوي.

هغه له افغان لوري غوښتنه کړې، چې ټول ښوونځي دې پرته له کوم خنډ د نجونو او هلکانو پر مخ پرانيزي.

طالب سرپرست حکومت تېره ورځ اعلان وکړ، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې نه شي کولای تر امر ثاني پورې ښوونځيو ته لاړېر شي، چې دغې پرېکړې یې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button