د افغان ماشومانو په هکله اندیښنې

د‌ ماشومانو ژغورنې ادارې ويلي ۸۲ سلنه افغان ولس خپل عایدات له لاسه ورکړي.

د ماشومان د ژغورنې ادارې يا سیف‌ ډي‌چېلډرن په يو‌ راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته شاوخوا ۸۲ سلنه خلکو خپل عایدات له لاسه ورکړي دي او دوی مجبور شوي چې خپل ماشومان په کار پسې واستوي.

همداراز په دغه راپور کې راځي چې که چېرې له دې هرې یوې کورنۍ یوازې یو ماشوم کار کولو ته لاړ شي نو په افغانستان کې به تر یو میلیون ډېر ماشومان په کار بوخت شي.

د دغه راپور په اساس دا یوه ستره فاجعه بلل شوې او که زياتوي که نړۍ واله ټولنه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته وانه ستوي؛ نو وضعیت له دې هم نور خرابېدلای شي.

د ماشومانو ساتنې ادارې پر نړۍ والو مرستندویه بنسټونو او هېوادونو غږ کړی دی چې د بشري ناورین مخنیوي په موخه دې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button