د افغان ماشومانو روان وضعیت

په افغانستان کې په تېرو درې وروستيو مياشتو کې ۱۳ زره ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړۍ والې ادارې په يو راپور راغلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ لوږه ورځ تر بلې د‌ زياتېدو په حال کې ده او د هرې ورځې په تېرېدو سره د سلګونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کېدونکی دی.

د يادې ادارې په خبره چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ مياشتې له پيله تر دې دمه لوږې، خوارځواکۍ او اړونده نورو ناروغیو د ۱۳ زره افغان ماشومانو وژلي دي.

ددې تر څنګ د بې پولې ډاکټرانو بنسټ هم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو کچه ډېره شوې ده. همدارنګه ياد بنسټ زیاتوي،چې هره ورځ د همدې ناروغيو له‌ وجې د هېواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه ماشومان په خپلو روغتيايي مرکزونو کې بستروي.

بلخوا بيا مرستندويه بنسټونه وايي چې له افغانستان سره خپلو دوامداره مرستو ته چمتو دي؛ خو په کور دننه د بانکي سيسټمونو په ټپه درېدل بيا يوه لويه ستونزه او د دوی د چارو پر وړاندې ستر خنډ يادوي.

د‌ يادونې ده چې تر دې وړاندې د ماشومانو ساتنې ادارې يا يونيسف هم د افغان ماشومانو د بد وضعيت په هکله اندیښنه څرګنده ښودلې او له نړۍ والو يې د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button