حامد کرزي په کابل کې له مخورو او ځوانانو سره لیدلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل له یو شمېر د گذر وکیلانو، مخورو او ځوانانو سره وکتل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نن یې په کابل کې له یو شمېر د ګذر وکیلانو، مخورو او ځوانانو سره کتلي دي.

کرزی زیاتوي چې په کتنه کې ویناوالو سربېره پر دې چې د هېواد د ستونزو په خاصه توګه د کابل د خلکو د ستونزو او د ملګرو ملتونو د مرستو د څرنګوالي په باب خبرې وکړې، د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د ملي خزانې پیسې بېرته د افغانستان خلکو ته وسپاري.

کرزی وایي چې په هېواد کې د ستونزو د حل لپاره یې خلکو ته د زیاتو هڅو ډاډ ورکړی دی. او خلکو ته یې په خبرو کې ویلي چې دا هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د ابادولو لپاره به یې په ګډه کار کوو.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button