Trending
جمهوري غوښتونکي: ډېر کم شمېر افغانان معاينه او پېژندل شوي
د امریکا په سنا مجلس کې جمهوري غوښتونکو په یوه اعلامیه کې ویلي هغه افغان کډوال چې له افغانستان څخه د ایستلو په بهیر کې امریکا ته داخل شوي ډېر کم شمېر يې معاينه او پېژندل شوي دي.
واشنګټن اېګزمینر ورځپاڼه راپور ورکوي چې د حکومتي اطلاعاتو شبکو له لارې د ۸۲ زرو څخه ډېرو پناه غوښتونکو معلومات يې راټول کړي دي.
ورځپاڼه لیکي چې د معلوماتو په راټولولو کې له مرکو څخه کار نه دی اخيستل شوی او د ۷۵ سلنه په شاوخوا کې کډوال نه دي پېژندل شوي.
د سنا مجلس جمهوري غوښتونکي د امريکا په دفاع وزارت نېوکه کوي، چې ولې يې ددې پروسې په سرته رسولو کې بې غوري کړې؛ ځکه ددې پروسې ډېری مسووليت د ياد وزارت پر غاړه دی.