توماس نیکلاسن: د تاشکند غونډه ډېره مهمه وه

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکلاس وایي، چې د تاشکند غونډه ډېره مهمه غونډه وه ځکه چې د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو لخوا له افغانانو سره بیا د مرستو ژمنې او ټینګار شوی دی.

نیکلاس په ټویټر کې په یو ټوېټ کې لیکلي، چې د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه مهمه وه.

نیکلاس زیاتوي چې په یاده غونډه کې د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانانو مالي ملاتړ وکړي او په افغانستان او سیمه کې د امنیت په تړاو به په خپلو کې همکاریو ته دوام ورکوي.

‏د غونډې ګډونوالو د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د بشر حقونو رعایت کړي او د ټولشموله حکومت په رامنځته کېدو کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button