تخار کې د ۱۰کیلو متره سړک د بیارغونې چارې روانې دي

د طالبانو د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت مسؤلین وایي، چې د تخار ولایت د بنگي او اشکمش ولسوالیو ترمنځ د ۱۰ کیلو متره سړک د بیارغونې او جغل اچونې چارې په چټکۍ سره دوام لري، چې د تخار ولایت د ټولگټو ریاست له لوري یې نظارت کېږي.

هغوئ زیاتوي، چې د سړک د بیارغونې او جغل اچونې دا پروژه د ټولگټو وزارت لخوا له یوه خصوصي شرکت سره د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوې ده او د طالب حکومت له لوري تمویلېږي.

هغهوئ همداراز وایي، د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري بوختیاوې برابرې شوې دي او د کار له بشپړیدو سره به د بنگي او اشکمش ولسوالیو د اوسیدنکو ترانسپورټي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button