بنديوانې زرکې
بندیوانې زرکې
مومند محمدي اڅړ
له نښترو د ډک غره د لمنې په یوه کلي کې په پنجره کې بندو زرکو پر دې ډیر ویاړ کاوه چې خاوند یې ښې ساتي او ورځ تر بلې یې ملاګانې او سینې غټیږي چې دا به یې د ځانونو د سلامتیا نښانه ګڼله او په خوښۍ کې به یې په لوړ غږ ښایسته سندرې ویلې.
یو ګهیځ چې هوا ډیره زړه راښکونکې وه او په هره خوا د سپرلي د ګلونو خوشبویي خوره وه، په پنجره کې بندو زرکو غاړې اوږدې کړې وې او د خپل له ویاړه ډک ژوند، نیکمرغۍ او د سپرلي د ښایست په اړه یې بدلې ویلې.
څو غرنیو زرکو چې شپه او ورځ به په اوبو او دانو پسې سرګردانه ګرځیدې د دوی د خوښۍ سندرې واوریدې، د غره له سره راښکته شوې او د کورنیو زرکو د پنجرې له پاسه کیناستې. بندیوانو زرکو ښه راغلاست ورته ووایه او بلنه یې ورکړه چې پنجرې ته وردننه شي او له دوی سره دانه وخوري.
خو غرنیو زرکو ورته وویل: موږ هیڅکله هم د پردیو له لاسه تیاره دانه نه خورو، بلکې هغه دانه چې موږ یې په لټه کې له سهاره تر ماښامه سرګردانې وو ډیره ارزښتمنه ده او یوازې هماغه خورو.
د پنجرې زرکو ورته وویل: د دې دانې او هغې دانې توپير څه دی؟ دا په ډیره اسانۍ او مهربانۍ موږ ته راکول کیږي، نه پرې ستومانه یو او نه هم سرګردانه. بیغمه سترګې پټې کړو او د خوښۍ سندرې وایو، باید پر داسې نعمت شکر وویستل شي. تاسو زموږ بدنونو ته نه ګورئ؛ چې له ډیرې سلامتۍ ترې پنډې پنډې غوښې ځړیږي؟
غرنیو زرکو ورته وویل: دا غوښې ستاسو خپلې نه دي، بلکې د هغه چا مال دی چې تاسو ته دانه درکوي، ځکه چې هماغه دانې په غوښو بدلې شوي او دا د دنیا دستور دی چې هیڅوک هم چا ته بې غرضه او وړیا یو څه نه ورکوي. یوه ورځ به داسې راشي چې د دې غوښو خاوند به راشي او درڅخه وبه یې غواړي.
بندیوانو زرکو په کټ کټ د غرنیو زرکو په خبرو پسې وخندل او هغوی هم وزرونه خواره کړل او د هوا غیږې ته یې ځانونه وسپارل چې د اسمانونو لمنو او د غرونو سرونو ته یې یوسي.
د پنجرې زرکو بیا هم سترګې پټې کړې او بیغمه یې د خوشالۍ سندرې ویلې، د خپلې نیکمرغۍ او د سپرلي د ښایست په ستاینه کې یې له یوې بلې سره سیالي کوله.
ورځې او شپې د زمانې په څپاند سیند کې لاهو شوې سره اوښتې او د طبیعت د ننداره کوونکو د سترګو له وړاندې تیریدې.
بالاخره یو ماښام د زرکو خاوند په داسې حال کې راغی او د پنجرې دروازه یې پرانیسته چې په لاس کې یې تیره چاړه د مازدیګر د ډوبیدونکي لمر وړانګو بریښوله، په یو وار یې زرکې له پنجرې راوویستې، وار په وار یې وزرونه ورته د پښو لاندې کړل او پر غاړو یې ورته هماغه تیره چاړه راتیره کړه چې د راغلو میلمنو لپاره ماښام ته خوندوره ښوروا پکې جوړه کړي.
په وروستیو شیبو کې د بندیوانو زرکو په غوږونو کې د غرنیو زرکو هغه خبرې کړنګیدې چې ویل یې: دا غوښې ستاسو خپلې نه دي… یوه ورځ به د دې غوښو خاوند راشي او درڅخه وبه یې غواړي.
هرې زرکې د وروستي ځل لپاره د ازادۍ چیغې وکړې او غږونه یې د تل لپاره چوپ شول.