برېښنا شرکت: تاجکستان هېواد سره د برېښنا قرارداد موده يو کال نور هم وغځېده

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې له تاجکستان څخه یې  واردېدونکې برېښنا موده يې یو کال نوره هم وغځوله.

د یادې ادارې په خبره، له تاجکستان هېواد سره یې په تازه قرارداد کې د برېښنا موده د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه پورې غځولې ده.

د برېښنا شرکت په وينا، د ياد شرکت اجرایوي رئیس تاجکستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له برق تاجیک شرکت سره د ۲۰۲۲م کال تر پایه د برېښنا قرارداد لاسلیک کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا پرچاوي یو ځل بیا ډېره شوې ده او  هېوادوال ترې شکایت کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه پوره اته ساعته هم برېښنا ته لاسرسی نه لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button