برېښنا شرکت: تاجکستان سره د وارداتي برېښنا موده وغځیده

له تاجکستان هېواد سره د برېښنا هوکړه د یو بل کال لپاره هم تمدید شوه.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي په تازه څرګندونو کې نن رسنيو ته ویلي چې تر ازبکستان وروسته له تاجکستان سره هم د برېښنا د واردولو قرار داد تمدید شو.

د نوموړي په وينا تاجکستان به د روان میلادي کال تر پایه افغانستان ته شاوخوا یو نیم میلیارد کیلو واټه برېښنا د ۹۶ میلیونه ډالرو په بدل کې ورکوي.

همدا راز ټاکل شوې چې ازبکستان هم د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت افغانستان ته د روان میلادي کال تر پایه دوه میلیارده کیلو واټه برېښنا ورکړي.

افغانستان سره له دې چې د برېښنا د تولید لپاره پرېمانه طبیعي سرچینې لري، خو پر بنسټیزو پروژو د کار نه کولو له امله اړ دی چې خپله برېښنا له ایران، ازبکستان او تاجکستان تامین کړي.

د يادونې ده چې د طالبانو حکومت په واکمنېدو سره د پلازمېنې کابل په شمول د ډیری سيمو برېښنا کې ستونزه رامنځ شوه، چې خلک ترې وخت ناوخت شکايتونه کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button