باچاخان بابا

باچا خان بابا
باچا خان په هغو ګوته شمېر پښتنو مشرانو کې دى چې په ډاډه زړه پرې وياړ کېداى شي.
فخر افغان يو سړى نه دى. يو مکتب دى. څو بعدي مکتب:
۱- مفکر باچا خان: چې د پښتني ټولنې له روانه ډېر ښه خبر و او ورسره له نړيوالو او سيمه ييزو استعماري موخو.
۲- مشر باچا خان: چې د مشرۍ له رموزو ډېر ښه خبر و. ډېر شته يې درلودل. د خانۍ ژوند يې د پښتنو د خپلواکۍ او ښېرازۍ په خاطر په زندانونو کې تېر کړ او دا سرشاره قوم يې د عدم تشدد په پاسته چلن له تهذيب او نرمۍ سره اشنا کړ.
۳- خدمتګار باچا خان: خپل تحريک يې د خلکو له خدايي خدمتګارۍ پيل کړ. د خلکو مرسته او د پښتنو تعليم يې نصب العين وټاکل او په دې لار کې يې بريالي ګامونه واخيستل. لوستي او باشعوره نسل يې وروزه.
۴- سياستوال باچا خان: خپل قوم يې په په سيمه ييزو سياستونو کې خوندي وساته او د سياسي شعور په ورکړه يې سياسي کړ.
۳- اديب باچا خان. باچا خان پخپله د خواږه قلم څښتن و. ليکونه يې. زما ژوند او جدوجهد يې د قلم د خوږلنۍ؛ سادتوب او استدلال لويه بېلګه ده. پر افغانانو فرض ده چې د باچا خان “زما ژوند او جدږجهد” ولولي. باچا خان د خپل تحريک او پښتو مجلې په مټ ډېر ليکوال او شاعران ورزول. که د پښتونخوا د شلمې پېړۍ د ادبياتو تاريخ وګورو؛ نو زياتره اديبان پکې د خدايي خدمتګارو دي. دې اديبانو پښتو ته نوي فورمونه او مفاهيم راوړل. دا نوميالي اديبان که نه واى؛ پښتو ادب به نيمګړى واى. باچا خان د پښتو د معاصرو ادبياتو روزونکى و.
۵- ستر باچا خان: د باچا خان شخصيت د عدم تشدد په نړيوالو شخصيتونو کې دى. چېرته چې ګاندي جي؛ نيلسن منډېلا او مارټن لوتر نوم يادېږي؛ ورسره د باچا خان نوم هم راځي. د باچا خان شخصي ژوند د يوه ملنګ ژوند دى چې د ژوند لويه موخه او خوښي يې د خپلو قوم په نېکمرغۍ کې ليده.
د پښتنو د ټولنيزو فعالانو او سياستوالو لپاره باچا خان يو بل مشال دى. که د سياست په تروږميو کې سفر کوي؛ دا مشال ورته لارښواى شي.
نن دې ستر انسان د وفات ورځ ده. خداى دې د خوارو پښتنو او پښتو دا بې لوثه خدمتګار وبښي.

اجمل ښکلی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button