بايډن اوکراین ته سفر ځنډولی

د امريکا ولسمشر بایډن اوکراین ته خپل سفر ځنډولی دی

د اوکراین په ختیځ کې روسیې او بلاروس په کډه نظامي تمرینات پراخ کړي دي. له دې سره هممهاله د امریکا ولسمشر جو بايډن اوکراین ته خپل سفر هم ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه چې د امريکا ولسمشر جوبایډن په نږدې ورځو کې اوکراین ته سفر وکړي، خو د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې  د اوکراین په شمال کې د کړکېچ له امله د نوموړي سفر ځنډېدلی دی.

بلخوا د ډيلي ميل ورځپاڼې په يو راپور کې راځي؛ د امريکا استخبارات وايي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو پوځيانو ته په اوکراین د برید کړی.

له دې ورهاخوا د برېټانیا حکومت یو ځل بیا ټينګار کړی چې روسیه پر اوکراین برید ته په بشپړه توګه چمتوه ده او هره شېبه چې وغواړي ځان تر پلازمینې کېف رسولی شي.

د روسیې ملګری بلاروس بیا وایي چې په تازه نظامي تمریناتو کې شاوخوا ۳۰ زره نورو روسي عسکرو هم ګډون کړی دی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button