ایمانویل مکرون: د روسیې او اوکراین ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي

د فرانسې هېواد وایي، چې له روسیې سره د اوکراین ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي.
راپورونه وایي، چې ایمانویل مکرون په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د اوکراین پر سر له روسیې سره جګړه او ناندرۍ د هېڅ لوري په ګټه نه دي او په په وینا یې د روسیې اندېښنې باید واورېدل شي.

مکرون ویلي، چې روسیه د اوکراین د نیولو په هڅه کې نه ده، او دا یې حق دی چې د خپلو امنیتي اندېښنو قانع کوونکی ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي چې د اروپا او سیمې د امنیت لپاره نوو هوکړو ته اړتیا ده چې باید د خبرو او مذاکراتو له لارې رامنځ ته شي.
له بل لوري امریکا بیا وایي، چې روسیې پر اوکراین د برید لپاره بشپړ تیاری نیولی دی چې باید مخه یې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړندې روسیې د اوکراین پولو ته شاوخوا خپل پوځیان لېږلي دی

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button