ايران ته د امريکا له لوري د بريد خبرداری
امریکا او اسرائیلو په سیمه کې ګډ هوایي تمرینات ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې د امریکا د هوایي ځواک الوتکو د اسرائیلو په جنوبي صحراوو کې پراخ ګډ نظامي تمرینات ترسره کړي دي. راپورونه زياتوي چې دواړو خواوو د لا همغږۍ او ګډې همکارۍ لپاره د تمريناتو پر دوام ټينګار کړی.
دواړو هېوادونو ویلي چې په سیمه کې د خطرونو د کمولو په موخه خپلو تمریناتو ته دوام ورکوي.
دا تمرینات داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوې دي او په ځینو مواردو کې اسرائیلو او امریکا پر ایران د نظامي برید خبرداری ورکړی دی.
بلخوا ایران هم دغه ډول تمرینات غندي خو ويلي دی چې د هر ډول احتمالي حرکت پر وړاندې ځواب ته چمتو ناست دي.