اندونيزيا له افغانستان سره مرسته وکړه

د اندونيزيا له لوري د خوراکي توکو مرسته نن کابل ته استول شوې ده.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نن یې د خوراکي توکو مرسته چې په دوه الوتکو کې بار ده کابل ته استولې ده او ډېر ژر به یاد هېواد ته ورسېږي.

د یاد وزارت په وينا، د خوراکي توکو دا مرسته به د خوړو نړیوال پروګرام له لارې پر اړمنو افغانانو ووېشل شي.

اندونیزیایي چارواکي وایي چې دوی به په روان سخت ژمي او خراب اقتصادي وضعيت کې د افغانستان ولسونه هېر نه کړي او هڅه کوي چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوي ته راودانګي.

همداراز اندونیزیا پر نورو هېوادونو هم غږ کړی دی چې په روان یخ ژمي کې د اړمنو افغانانو لاسنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button