امیر خان متقي: په افغانستان کې هېڅ کومه ترهګره ډله شتون نه لري

امیرخان متقي وایي، په افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون نه لري او د نـړیوالو اندېښنه بې ځایه ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، چې په افغان خاوره کې هیڅ ترهګر شتون نه لري او د نړیـوالو اندېښه بې ځایه ده.

متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دېبورا لانیز سره لیدنه کړې، هغه په دې لیدنه کې ویلي چې په افغان خاوره هیڅ کومې ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او د نړیوالو دا ډول خبرې افغانان وېره پارول بولي.

هغه زیاتوي چې د طالبانو په حکومت د نړیـوالو بندیزونه د افغانستان ولس ته زیان رسوي که نړیـوال غواړي چې د افغانستان د خلکو وضعیت ښه شي له طالب حکومت دې بندیزونه لرې کړي.

متقي زیاتوي چې د طالبانو نوی سرپرست حکومت داسې پلانونه لري چې په پلي کېدو سره به یې په افغانستان کې د خلکو وضعیت له هره اړخه ښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش څو ورځې وړاندې په افغانستان ویلي و چې په افغانستان کې اوس هم ګڼ شمېر بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت کوي او دوئ یې اندېښمن کړي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button