امریکا په کابل کې د اګسټ د میاشتې د برید نور جزیات هم خپاره کړي دي

امریکا په کابل کې د اګسټ د میاشتې د برید نور جزیات هم خپاره کړي دي.
د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ د اګسټ په میاشت کې کابل کې د هغه ځانمرګي برید په اړه نور جزیات هم خپاره کړي چې پر امریکایي ځواکونو او عامو افغانانو ترسره شوی وو.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مک کینزي وایي په دې پېښه کې پر هېچا ډزې نه دي شوې.

هغه زیاتوي هغه ادعاوې ناسمې دي چې ګواکي تر برید وروسته پر افغانانو ډزې شوې دي.
دده په وینا په چاودېدونکو توکو کې داسې مواد ځای پر ځای شوي وو، چې تر چاودنې وروسته پاشل شوي او د خلکو د وژل کېدو لامل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عیني شاهدانو ویلي و چې تر چاودنې وروسته امریکایي ځواکونو په خلکو ډزې کړي دي چې له امله یې زیات شمېر ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
راپورونه وایي، چې د اګسټ د میاشتې په ۲۶مه په دې برید کې تر ۱۳ پورې امریکایي ځواکونه او شاوخوا ۲۰۰ ملکي افغانان وژل شوي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button