امريکا: اړمنو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو

امریکا یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه NBC ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې امریکا په دې هڅه کې ده چې د نړۍ والې ټولنې په همکارۍ تر اړمنو افغانانو بشري مرستې ورسوي.

بلېنکن يو ځل بيا ټینګار کړی چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي همداراز ویلي، چې دوی له ملګرو ملتونو، نړۍ وال بانک او د نړۍ له ځينو هېوادونو سره پر دې تمرکز کوي چې څنګه کېدای شي له دې ټولو حساسیتونو سره، سره ولسي افغانانو ته زیان ونه رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زياتوي چې سره له دې پر طالبانو به د دوی د تعهداتو د ژمن پاتې کېدو لپاره فشار وساتي خو د داسې لارو چارو په هڅه کې دي چې د نړۍ والو له لوري مرستې د خلکو تر جیبونو ورسېږي، پرته له دې چې د طا لبانو لاسونو ته ورشي.

بل خوا بيا د اسلامي امارت وایي ټول هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي، ډاډه دې وي چې دا مرستې به تر اړمنو افغانانو رسېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button