المان: له افغانستان سره مو مرستې دوام لري

المان ويلي له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. د المان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی نه غواړي چې په افغانستان کې بشري ناورین تر دې نور هم زيات شي.

د بربوک په وینا د المان او ملګرو هېوادونو دا مسوولیت دی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي. نوموړې وایي دوی هڅه کوي خپلې مرستې په مستقیمه توګه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته ورسوي او د ستر بشري ناورین مخنیوی وکړي.

المان دغه راز له افغانستان د زرګونه کسانو پر اېستلو هم ټینګار کړی دی او ويلي دي، دوی پتېلې چې شاوخوا ۱۸ زره افغانان باید المان ته ولېږدوی او دوی هڅه کوي ددغه کسانو د اېستلو لړۍ چټکه کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button