افغانستان کې ښوونځي له پراخو ستونزو سره مخ دي

د ماشومانو د ساتنې بنسټ وايي د افغان ماشومانو تعليمي نصاب برخه د نړۍ والو مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ساتنې نړۍ وال بنسټ يا سیف د چلډرن په يو تازه خپاره شوې اعلامیه کې د طالب سرپرست حکومت د هغې پرېکړې هر کلی کړی، چې له مخې يې د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستې.

دغه بنسټ همدارنګه ويلي، چې يوازې د ښوونځيو دروازو پرانيستل د اغېزمنې زده کړې مانا نه ورکوي؛ ځکه افغانستان اوس مهال له پراخو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او دلته ددې برخې فعاليت د نړۍ والو مرستو ته اړتيا لري.

دغه راز يادې سرچينې د نړۍ والې ټولنې هغه کنفرانس باندې چې په راتلونکې ورځو کې په لندن او دوحه کې رامنځته کېږي غږ کړی، چې د افغانستان تعليمي نصاب لپاره ځانګړې غوښتنې وکړي او نړۍ وال بنسټونه دې ته وهڅوي، څو ددې برخې پراخ ملاتړ وکړي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ويلي چې په افغانستان کې ښوونځي د ودانیو، پاک اوبو، مسلکي ښوونکو، کتابونو او د نورو مهمو مواردو له کموالي سره مخ دی او دا يوه لويه اړتيا ده، چې بايد پوره شي.

Back to top button