افغانستان پاکستان ته د کرکټ لوبه بایلوده

افغانستان پاکستان ته د ۲۴ منډو په توپیر لوبه بایلوده.

‏پاکستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام سیالیو په یوه لوبه کې افغانستان ته د ۲۴۰ منډو هدف ورکړی و.
دافغانستان له لوري اظهار الحق نوید ۳، نور احمد لکڼوال او نوید ځدراڼ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

خو د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۱۵ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري بلال سعیدي ۴۲، اعجاز احمدزی ۳۹ ، نور احمد ۲۹ او الله نور ۲۸ منډې وکړې.
افغانستان وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ له زمبابوې سره کوي او د بریا په صورت کې بل پړاو ته ځي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button