افغانان لاسنيوي ته اړتيا لري

هغه هېوادونه چې په افغانستان کې يې شل کلن ماموریت کړی اوس باید د بشري ناورین په ختمولو کې مرسته وکړي.

د برېټانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون یو لوی  کمپاین پيل کړي او له دې لارې غواړي چې د افغانستان لپاره پراخې بشردوستانه مرستې راټولې کړي.

نوموړي په همدې تړاو رسنیو ته په خبرو کې ویلي، هغه څلوېښت هېوادونه چې په تېر شل کلن ماموریت کې افغانستان ته تللي وو، اوس باید په دغه هېواد کې د بشري ناورین په مخنیوي کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

دده په خبره په دې کمپاین کې ګڼو سیاسي څېرو او د بشري حقونو فعالینو ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

براون همدا راز وایي چې برېټانیا او امریکا دې تر بل هر چا له افغانانو سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. هغه تر دې وړاندې هم د برېټانیا له حکومت او نورو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button