افغان کرېکټ بورډ ملي لوبډلې ته نوی روزونکی وټاکه

افغان کرېکټ بورډ وايي، د انګلستان لوبډلې پخوانی لوبغاړی ګراهام تورپ د ملي لوبډلې د مشر روزنکي په توګه په نوې دنده ګومارل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ په يوې تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د انګلستان پخوانی ملي لوبغاړی ګراهام تورپ د ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکل شوی دی.

افغان بورډ زياتوي، چې دغه انګلستانی پخوانی لوبغاړی او روزنکی به په نږدې وخت کې له افغان ملي لوبډلې سره يو ځای شي.

ګراهام تورپ د ۲۰۱۹ کال له اکټوبر میاشتې د روان ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې د انګلستان د ملي لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه او له هغه مخکې یې له ۲۰۱۱ کال تر ۲۰۱۹ کال پورې د توپوهنې د روزونکي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

دغه راز نوموړی له ۱۹۸۷ کال تر ۲۰۰۲ ميلادي کال پورې د انګلستان په کورنیو او نړۍوالو لوبو کې برخه اخیستې. هغه همداراز په ۱۰۰ ټېسټ لوبو کې ۶۷۴۴ او په ۸۲ یو ورځنیو نړۍوالو لوبو کې ۲۳۸۰ منډې کړې دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې ګراهام تورپ سربېره پر دې د روزنې په ډګر کې هم غوره مخینه لري، چې د ۲۰۱۱ کال له اپريل میاشت یې د روان ۲۰۲۲ کال تر جنوري پورې د انګلستان او وېلز له کرېکټ بورډونو سره په بېلابېلو ملي ډګرونو کې کار کړی دی.

تر دې وړاندې افغان رسنيو راپورونه ورکړي و، چې د پاکستان دوه پخواني لوبغاړي يونس خان د توپ وهنې او عمر ګل بيا د توپ اچونې لپاره د افغان کرېکټ ملي لوبډلې موقت روزنکي ټاکل شوي دي.

Back to top button