افغان کرکټ ملي لوبډلې بریا خپله کړه

افغانستان نن بنګله دیش ته په خپله دریمه یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن په دريمه يو ورځنۍ سيالۍ کې کوربه بنګله دېش ملي لوبډلې ته ماته ورکړه او په دې سره یې د پنځوس اوریزه غوره لوبډلو ترمنځ څلورم مقام خپل کړ.

افغانستان تر دې وړاندې د کوربه لوبډلې پر وړاندې دوه پرلپسې ماتې خوړلې وې، چې نن يې په دريمه لوبه ماته ورکړه.

بنګله دېش ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۹۳ هدف وټاکه، چې افغان لوبډلې د اووه لوبغاړو په توپير وکولای شول، چې دغه هدف ته په ډېره اسانۍ سره ځان ورسوي.

افغان لوبډلې د ځوانو لوبغاړو رحمان الله ګربز او رياض حسن د ښې توپوهنې په نتيجه وکولای شول، چې سيالي بنګالۍ لوبډلې ته ماته ورکړه.

د افغان او بنګله دېش ملي لوبډلو ترمنځ د درې يو ورځينيو لوبو لړۍ نن پای ته ورسېده او راتلونکي مارچ مياشت کې به دوه شل اوریزه لوبې وکړي، چې لومړۍ لوبه به يې د مارچ په دريمه د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې ترسره شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button