افغان کرکټ ملي لوبډله سبا سیالي لري

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګله دېش خلاف د‌ لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د افغانستان پر وخت د سهار ۹:۳۰ بجې د يو ورځنيو نړۍ والو لوبو لړۍ کې د بنګله دېش پر وړاندې خپله لومړنۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهيدي وايي چې دغو لوبو ته پوره چمتووالی لري او هڅه کوي مقابله لوبډله ماته کړي.

دغه راز د ملي لوبډلې لنډمهاله استرالياوي مشر روزونکي سټوارټ لا هم ویلي، چې لوبډله يې د سبا لوبې لپاره په بشپړه توګه چمتو ده.

افغان کرکټ ملي لوبډله به بنګله دېش ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هېواد ملي لوبډلې پر وړاندې درې پنځوس اوریزې او دوه شل اوریزه نړۍ والې لوبې ترسره کړي، چې لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه به يې سبا چهارشنبه د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې ترسره شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button