افغان کرکټ بورډ له مشر روزونکي سره تړون پای ته رسوي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د کرکټ لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر ترمنځ د دوه اړخيزې هوکړې له مخې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه تړون پای ته رسېږي.

لانس کلوزنر د ۲۰۱۹م کال په سپټمبر میاشت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزنکي دنده پر غاړه واخيسته، چې د روان کال د‌ ډسمبر مياشتې په ۳۱ مه نېټه ياد تړون پای ته رسېږي.

افغان ملي لوبډلې د لانس کلوزنر تر روزنې لاندې ۶ یوورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي چې په دریو سیالیو کې یې ایرلنډ ته ماتې ورکړې او درې نورې یې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته بایللې دي. همداراز افغان لوبډلې په یاده دوره کې درې ټسټ لوبې هم کړي چې دوه یې بایللي او یوازې یوه لوبه یې له زمبابوې څخه ګټلې ده.

سربېره پر دې افغان لوبډلې په همدې موده کې ۱۴ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ کړي چې  ۹ يې ګټلي او په پاتې ۵ لوبو کې له ماتې سره مخ شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د مشر روزونکي  لانس کلوزنر دنده پای رسېدلې او د يو بل وړ کس په لټه کې‌ دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button