اروپايي ټولنه: طالبان دې په کابل عملیات ودروي

اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي دي، چې په کابل ښار کې د خلکو د کورونو تالاشۍ عملیات ودروي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر او د استازی وون برنټ په يو ټويټر پيغام کې ويلي، چې، د کورونو تلاشي کول،‌ د ويرې خپرول ،د خلکو نیونه، د افغانستان مختلفو قومونو او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لوی جنایت دی او کار طالبان باید ژر تر ژره ودروي.

ياد استازي طالبانو ته په اشارې ویلي، چې د روسیې او اوکراین جګړې سره سره دوی هم له نږدې څاري.

د اروپايي ټولنې سفیر دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې طالبانو په کابل ښار کې کور په کور چاڼيز تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

له سره جوخت د کابل اوسېدونکي هم د طالبانو له تالاشۍ ناخوښه دي او وایي، چې طالب ځواکونه يې  کورونو ته بې اجازې ننوځي او د کور توکي یې ورخرابوي.

خو په کور دننه د طالب حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بيا دغه عملیات ګټور بللي.

نوموړي ويلي دي چې په روانو تصفیوي عملیاتو کې یې تر دې دمه ۹ تنه انسان تښتوونکي، ۵۳ غله او ۶ تنه د داعش ډلې غړي یې نیولي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button