ارزګان ولايت کې د يونيسف ادارې مرسته

 ارزګان کې يونيسف ادارې په ښوونیزو بېلابېلو برخو کې مرستې وکړې.

بشپړ راپور: رضوان پوپل

په ارزګان ولايت کې د يونيسف ادارې له لوري د ښوونيز بهير د پیاوړي کولو په موخه بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شوې.
په دغه ولايت کې د يونيسف ولايتي مسؤل ډاکټر فواد وايي، چې دا مرستې چې د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره يې چمتو کړي دي، چې په کې د قرطاسیو ترڅنګ ۴۰ د پاکو اوبو رسولو شبکې، د لاس مينځلو صابونونه، المارۍ، د ټيټې دورې زده کوونکو لپاره درسي مواد او  سلګونه بوتله ميکروب ضد مايعې شامل دي.
دغه راز په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې يې ۴۲ ښوونځيو او مدرسو ته ۸۴ د اوبو ذخيره کولو ټانکۍ هم ورکړي دي. د نوموړي په وينا، دوی به په راتلونکي کې هم په دريسي بهير کې د پام وړ مرسته وکړي.

په ورته مهال د ارزګان لپاره د طالب سرپرست حکومت والي حاجي دعوت د دغو مرستو په ترلاسه کولو سره خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د يادو مرستو په ترلاسه کولو سره به د ارزګان په ښوونيز ډګر کې زيات پرمختګ راشي.
هغه وايي، په تيرو وختونو کې هم له دوی سره د يونيسف لخوا په بېلابېلو برخو کې مرستې شوي دي.
د نوموړي په وينا:«موږ د يونيسف ادارې څخه ډېره مننه کوو، چې ارزګان کې يې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي او دغه مرستې به زموږ په درسي بهير کې لا ښه والی راولي، هغه وايي، پخوا هم يونيسف له موږ سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړې دي.»
له دې سره جوخت، د ښوونځيو زده کوونکي هم له دغه ډول مرستو څخه د هرکلي ترڅنګ زياتوي، چې دوی د اوبو،‌ درسي موادو د نشتوالي له ستونزې سره مخ وو، خو د تازه مرستو په ترسره کېدو سره به يې شته ستونزې څه ناڅه حل شي.
په دې‌ هکله دوه زدکوونکو محمد نسيم او بلال وويل:« د يونيسف ادارې دې کور ودانۍ وي، خو لا هم ډيرې ستونزې لرو لکه؛ د کتابونو نشتوالی، د ناستې لپاره فرشونه او وايي پخوا مو اوبه هم نه درلودې، خو هيله لرو، چې په راتلونکي کې له موږ سره دغه ډول مرستې وشي.»
داپه داسي حال کې ده چې تر دې مخکې هم د يونيسف ادارې لخوا د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو  په ښوونيز بهير کې مرستې ترسره شوې دي او لا هم‌ دوام لري.

Back to top button