زلنسکي: د خوراکي توکو لپاره خوندي ځايونه جوړ کړئ

ويلاديمير زلنسکي وايي، چې د نړۍوال دې د خوراکي توکو د لېږد لپاره خوندي ځايونه جوړ کړي.

د‌ اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي تازه يوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې نړۍوال دې د کرنيزو محصولاتو او نورو خوراکي توکو لپاره مناسب او خوندي ځايونه جوړ کړي، څو دوی وکولای شي هلته يې انتقال او ساتنه یې وشي. هغه همداراز ويلي او ډاډ يې ورکړی، چې اوکراین هم په دې برخه کې ورسره خپلې همکارۍ ته چمتو دی.

د زلنسکي په وينا، اوس مهال په اوکراین د روسیې د بريد له کبله درسته نړۍ او په تېره بيا اروپا د خوړو له کموالي سره مخ ده او دوی کولای شي دغه ستونزه حل کړي.

هاخوا اروپايي رسنۍ هم راپورونه ورکوي، چې د‌ اوکراین او روسیې د جګړې له کبله دغه هېوادونه د خوراکي توکو او د انرژۍ له کموالي سره مخ دي.

د‌ اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې تر دې وړاندې روسیې هم ويلي وو، چې دوی کولای شي له اوکراین څخه اروپا او نورو هېوادونو ته د خوراکي توکو په لېږد کې مرسته وکړي.

Back to top button