زمبابوې کرېکټ لوبډلې په نړۍوال جام پاکستان ته ماته ورکړه

په اسټراليا کې د شل اوریز نړۍوال جام د سوپر ۱۲ پړاو سياليو په لړ کې نن زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې د يوې په زړه پورې لوبې په کولو سره پاکستان ته ماته ورکړه. 

زمبابوې لوبډلې په دې سيالۍ کې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۱ منډې هدف ورکړ.

په دویمه پاڼۍ کې پاکستان د زمبابوې له لوري د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۲۹ منډې وکړې او د يوې منډې په توپير يې سيالي وبايلله.

د ۲۰۲۲م کال د نړۍوال جام رسمي سياليو په لړ کې پاکستان تر دې وړاندې له هندوستان هم ماته خوړلې او له دې سره له دغه جام څخه بهر شو.

Back to top button