زابل ته د ترکیې هېواد مرسته ورسېده

زابل ته د ترکیې هېواد له لوري د ۱۰۰۰ کورنیو لپاره مرسته ورسیده.

په زابل کې سرچینې پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې دغه ولایت ته د ترکيې هېواد له لورې د ۱۰۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرسته چې اوړه، غوړي، بیسکوټ او مور ماشوم لپاره د خوارځواکۍ مواد شامل دي پرون ورځ ورسېده.

دغه مرسته د ترکیې هېواد د همغږۍ ادارې مشر ذوهتو چال په مشرۍ د زابل د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته وسپارل شوه، چې وروسته به په زرو کورنیو ووېشل شي.

Back to top button