زابل کې سرحدي ګمرک جوړيږي

د‌ زابل ولايت شملزو ولسوالۍ کې د ګمرک کميساري د جوړېدو لپاره ځمکه ځانګړې شوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو د مرستیال ملا نقیب الله مقیم په مشرۍ يوه مسلکي پلاوی د زابل د ولايتي مسؤلینو په ملتیا شملزو ولسوالۍ د زنځیر سیمې ته سفر وکړ، او هلته یې د کمیسارۍ لپاره ځمکه ځانکړې کړه.

زابل د شملزو ولسوالۍ په زنځير سيمه کې د ډېورنډ کرښې سره پاکستان کې پوله لري چې اوس پرې ګمرک جوړيږي.

د یاد ولایت مرستیال والي د دې سیمې له اوسیدونکو غوښتي دي، چې د یاد ګمرک د پرمختګ په چارو کې له دوی سره همکاري وکړي او ویلي یې دي چې د ګمرک د جوړېدو چارې به په نږدې راتلونکي کې په رسمي توګه پیل شي.

Back to top button