ننګرهار کې ځوانانو زلزله ځپلو ته مرسته راټوله کړې

ننګرهار ولایت کې ځوانانو د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو ته نغدي مرسته ټوله کړې ده.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې یو شمېر ځوانانو د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو کورنیو ته د یوه کمپاین په ترڅ کې شاوخوا ۲.۵دوه نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ټوله کړې ده.

هغوی وایي، چې لا هم یاد کمپاین روان دی او هڅه کوي چې د په هېواد کې د وروستیو زلزله ځپلو له کورنیو سره مرستې زیاتې شي.

تېره اونۍ په پکتیکا او خوست کې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، چې تر دې دمه له زیانمنو شویو کورنیو سره ګڼ شمېر بهرنۍ او داخلي مرستې ترسره شوې دي.

Back to top button