کابل کې یو ځوان له انسان تښتوونکو ژغورل شوی

د طالبانو ځواکونو په ‎کابل ښار کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغولی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې په باغ بالا سیمه کې امنیتي ځواکونو یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

ځدران زیاتوي چې انسان تښتوونکي په تېښته بریالي شوي؛ خو په خبره یې د نیولو هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو د انسان تښتوونکو له منګولو د یوې اته کلنې نجلۍ د ژغورلو خبر ورکړی و.

Back to top button