کابل کې د تېرې ورځې برید په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه را پارولي دي

پنجره ورځپاڼه: په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مخې ته د تېرې ورځې برید پړه داعش ډلې منلې ده. د دغه ځانمرګي برید چې د تلفاتو کره شمېره يې نه معلومه ده، خو لسګونو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. په همدې حال کې په ټولنيزو رسنيو کې د يو شمېر ځوانانو انځورونه خپاره شوي او ويل کېږي چې دوی د دې پېښې قربانیان دي.

د ياد وزارت مخې ته پروني ځانمرګي برید په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي، چې اروپايي ټولنې هم دغه برید په کلکه غندلی دی.

جوسيپ بورېل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، اروپايي ټولنه په کابل کې دغه برید په تر ټولو سختو ټکو غندي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا یوناما د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي، د نا امنۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او تاتریخوالی د حل لار نه ده.

بلخوا د اسلامي همکاریو سازمان هم د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مخ ته شوی برید غندلی او د برید له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

امریکا او روسیې دواړو هېوادونو دا یو ترهګریز برید بللی دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا تاوتریخوالی بې هدفه دی. له دې سره جوخت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسمي استازې ماریا زاخارو هم په دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې ده. پاکستان، ایران او د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید غندلی دی.

Back to top button