د زرغون افغانستان کرېکټ جام

په خوست کې د (زرغون افغانستان) جام تر نامه لاندې د کرېکټ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې دي. 

د افغانستان کرېکټ بورډ په خوست ولایت کې د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړو ترمنځ پنځوس اوریزه سیالۍ پر مخ اچولې دي.

په دې سياليو کې د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ د کورني کرېکټ ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی، څو له ملي لوبغاړو سره سيالۍ ترسره کړي.

د زرغون افغانستان تر نامه لاندې دا سيالۍ د خوست ولايت په کرېکټ اسټډيوم کې د دريو مختلفو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، چې له دې سياليو څخه یې موخه راتلونکو نړۍوالو يو ورځنيو سياليو ته د افغان د ملي لوبډلې چمتوالی او له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه د ځوانو لوبغاړو د تجربو ترلاسه کول دي.

Back to top button