شي جین پینګ يو ځل بيا د چین ولسمشر شو

پنجره ورځپاڼه: د چین د کمونیست ګوند مشر «شي جین پینګ» د درېیم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشر ټاکل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ښاغلي پینګ لپاره د «بیجینګ» په ولسي تالار کې نږدې درې زره غوره‌شویو استازو رایه کارولې او د پنځو نورو کلونو لپاره د چین ولسمشر شوی دی.

په چین کې د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ محدودیت خپله ۶۹ کلن جین پینګ په ۲۰۱۸ کې لیرې کړ او د ګوند د اصولو په بدلولو سره یې دایمي مشري په غاړه واخیسته.

د یادولو ده چې د چین په حکومت کې دا په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو ستر بدلون بلل کېږي او جین پینګ به تر راتلونکې دوشنبې په خپله شاوخوا کې لوړ رتبه کسان په دندو وګماري.

د چین د کمونیست حکومت بنسټ ایښودونکي «مائوتسه تونګ» و، خو د اوسنیو چینايي چارواکو په وینا چې د هغه د حکومت پایله په چین کې د سترې ګډوډۍ لامل شوې وه.

ظاهر څراغ

Back to top button