پهلوان محمد ابراهیم ومړ

د غېږ نیونې سیالیو نوموتی لوبغاړی پهلوان محمد ابراهیم د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د غېږ نیونې سیالیو د ملي ټیم نوموتی لوبغاړی محمد ابراهیم په کابل ښار کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر مړ شوی دی.

محمد ابراهیم د افغانستان د غېږ نیونې ملي ټیم تکړه لوبغاړی و، چې ۲۵ کاله یې د دې ټیم غړیتوب درلوده او د غېږ نیونې په سیالۍ کې یې افغانستان ته د لومړي مقام مډال هم ګټلی دی.

Back to top button