د ژغورنې نړۍواله ټولنه: اړمنو خلکو ته د مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه ستره اړتيا ده

پنجره ورځپاڼه: IRC يا د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې د ښځو ونډه یوه ستره اړتیا ده. دغې‌ ټولنې همداراز له طالبانو غوښتي، چې د دوی د ادارې ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړي، څو بېرته کارونو ته لاړې شي.

د يادې ټولنې په بيان کې راغلي، چې په دې وروستیو  کې افغانستان کې د طالبانو له لوري د غیردولتي مؤسسو د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز داسې مهال کې ولګول، شو چې په دغه هېواد کې خلک د جګړې او اقتصادي بحران له امله زیانمن شوي او په وینا د ژمي له سړې هوا څخه ځورېږي.

تر دې وړاندې د ژغورنې نړۍوالې ټولنې په ګډون ګڼو نورو مرستندويه ادارو هم په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه غندلې او د دغه بندیز د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه يې کړې ده.

Back to top button