د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو دي

پنجره ورځپاڼه: د روغتیا نړۍوال سازمان د روان کال مارچ او اپریل میاشتو کې، په افغانستان کې د روان روغتیایي وضعیت په هکله خپل بیړنی راپور خپورکړ، چې په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو خبر ورکوي.

راپور کې راغلي، چې د اپریل په میاشت کې د کرونا ویروس پېښې، ۲۸۲،۵ سلنه زیاتې شوي، چې ۹ تنه مړه شوي دي. دا پداسې حال کې ده، چې داشمیره په مارچ کې څلور کسان ښودل شوې وه.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د راپور پر اساس، یوازې په اپریل میاشت کې د افغانستان په عامه لابراتوارونو کې، ۱۶ زره ۳۴ ټیسټونه شوي او د دې ناروغۍد مثبتو پېښو شمېر د مارچ په میاشت کې له ۱۰.۸ سلنې څخه په اپریل کې ۲۷.۴ سلنې ته لوړ شوی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د مۍ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې په ټول افغانستان کې، ۸۰۰ ځایونه په دوامداره توګه خلکو ته واکسین ورکوي.

بل خوا د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د روان زېږدیز کال د اپرېل تر ۳۰مې، د کرونا لابراتوارونو له ډلې، ۳۵ یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې فعالوو. په دې لابراتوارونو کې د مشکوکو قضیو د ازموینې ټول ظرفیت، ۹زره ۵۰ ته رسي.

په همدې حال کې دغه سازمان د خپل راپور په دوام کې ویلي، چې د مارچ او اپریل په میاشتو کې د ټوخي په پېښو کې، ۶۷.۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د خپاره شوي راپور له مخې، په دې دوو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ټوخي لږ تر لږه، ۱۲۶۲ شکمنې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې، ۷۱.۶ سلنهناروغان له پنځو کلونو کم عمر لري.

ددغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د اپریل په میاشت کې، د شري ناروغۍ د ۴ مړینو سره ۳۴.۸ سلنه کموالی راغلی او په همدې ډول په ننګرهار کې،د ډینګي تبې ۶۱ نوې شکمنې پېښې ثبت شوې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button