روغتیا نړۍوال سازمان: افغانان دې خپل ماشومان په مسلسله توګه واکسین کړي

پنجره ورځپاڼه: د روغتیا نړۍوال سازمان له افغان کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې په مسلسله توګه واکسین کړي.

د روغتيا نړۍوال سازمان تېره ورځ په یوه ټویټ کې ویلي چې په هر کمپاین کې ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره کولی شو د پولیوویروس د خپرېدو مخه ونیسو.

دغه سازمان له خلکو غوښتي چې له هر فرصت څخه په استفادې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي.

د روان ۲۰۲۳ کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ضد د واکسینو څو کمپاینونه ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ميلیونونه ماشومانو ته د پولیو دوهڅاڅکی واکسین ورکړل شوی دی.

که څه هم سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو د افغانستان په ختیځ حوزه کې روغتیايپ ویلي، په دې چاپېریالکې د پولیو مثبت ویروس لیدل شوی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button