د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوو

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې د ښځو پر کار او زده‌کړو د بندیزونو له دوام سره سره بیا هم په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د یاد پروګرام د افغانستان د څانګې مشر برلین ته د سفر پر مهال ویلي چې دغه سازمان له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لري. د هغه په وينا، بشريمرستې د ښځو، ماشومانو او معيوبينو په ګډون د ډېرو زيانمنو شويو خلکو لپاره حياتي ارزښت لري.

هغه همداراز د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ کې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې په دغه هېواد کې بشري ناورین شدت موندلی دی.

دنوموړي په خبره، که څه هم په افغانستان کې د بشري مرستو له لارې د قحطۍ مخه نیول شوې، خو لا هم میلیونونه افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوبسره مخ دي.

ظاهر څراغ

Back to top button