د خوړو نړۍوال پروګرام تازه څرګندونې

د خوړو نړۍ‌وال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې يې چارې د مالي امکاناتو له کموالی سره مخ دي. 

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې يې چارې د مالي امکاناتو له کموالي سره مخ دي.

دغه اداره زياتوي، چې د څو مياشتو را په دېخوا د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو په لېږد بوخت دي او هڅه يې دا ده، څو اړمنو کورنيو ته لا ډېرې مرستې ورسوي.

د سرچينې په وينا، دوی اوس مهال په افغانستان کې د اته ميليونه خلکو لپاره د مالي امکاناتو له کموالي سره مخ دي.

دغه راز د خوړو نړۍوال پروګرام له نړۍوالو بنسټونو غوښتي دي، چې له دوی سره خپلې مرستې ډېرې کړي، څو د ميليونونه افغانانو ژوند وژغوري.

د خوړو نړۍوال پروګرام دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اوس مهال په افغانستان کې خلک نه يوازې د خوړو له کموالي سره مخ دي، بلکې بېکاري او خراب اقتصادي وضعيت هم د دوی ژوند له ستر ګواښ سره مخ کړی دی.

Back to top button